غزل
#۱
دمجاز رنګ
څه د بدمرغه مجاز رنګ په زمانه پروت دی
ګرد دعصیان مو دباطن په آینه پروت دی
مجاز مو هم لکه ماشوم په باطن لوبې وکړې
دنیت په غېږ کې مو ایمان دانه دانه پروت دی
نفس مو له وخته دعصیان له نشې ستړی ستړی
دبغاوت په میکده کې دېوانه پروت دی
ستا درښتیني قضاوت په وړاندې داسې ګرَم یو
نېک عمل نشته بد په لویه پېمانه پروت دی
عُرفي توبې کړو نصوحا توبه مو ونه کړله
دغفلت سیوری مو خاونده په سینه پروت دی
باید د زُهد د تـقوا غشــي پرې واوورو
نفس مو ښامار دی دنېکۍ په خزانه پروت دی
حسیب الله دادالله دومره عجیبه دور دی
په هرعمل کې دمجاز رنګ نښانه پروت دی