غزل

د عروج اسمان

یم لوېدلی د عـــروج له دنـــــګ اسمانــــــه پر زړګي مې د يوه پاتې ارمـان ګونــــــځې د سرحد چکـــر پــــرې ووهــــــه امیــــــره ایستل کیږي پر جهاد د ایمــــان ګونـــــځې ماتـــــه ډېـــرې نــــارواوې تر شـــــا ښکاري راته ښکاري په تنــــدي د جانان ګونــــــځې خدایــه ومــې بښـــه نوُر مې زړه تـه راوړه تاريکۍ مې زياتوي د احســــان ګونــــــځې جــــوړ حـــــالات ظــواهري د انقـــلاب دي ټولـــــوه ددې بدرنګــــه جهــــان ګونځـــې