غزل

زهر په افکارو کې

څه کمال حتماً شته دی د دي وینو په دارو کي دا پیغله څو ځله کونډه شوله په دي لارو کي سترګي ترینه اړوم کوشش کوم خو نه اوړي څه عجب تأثیر دی د جانان سترګو خمارو کي ټول یو شان ځوانان دي انتخاب د الله وګوره دنګ چینار ځلمی یي کړو قبول دومره بي شمارو کي ډیر پردي مي لار د راتلو څاري انتظار کوي ډیر خپلو خپلوانو یم شمار کړی په کُفارو کي  شکر یي اداء کړه او مننه ترینه هم وکړه  دومره ځای لري بیا هم په دي زړونو بیمارو کي چاته په کي هیڅکله هم خپله اصلاح نه خکاري ډیر کمی موجود دی د دي خلکو په هندارو کي اوس هم ای زُهاده حق جهاد ته شر فساد وایي  څه زهر پراته دي د دي بعضو په افکارو کي