ښاپېرۍ د کوهِ قاف ورته را درومي
پر وطن کوي طواف ورته را درومي
"بريالی هلمندی"
مشاعره #1
لومړنۍ بیتي مشاعره
د ګربت ادبي دیرې لومړنۍ بیتي مشاعره د تاند او تکړه شاعر بریالی هلمندي په لاندې بیت سره پيل شوه. ښاپېرۍ د کوهِ قاف ورته را درومي پر وطن کوي طواف ورته را درومي
2026-06-12
نېټه
7
ادبي اثار
7
بیتونه
0
شعرونه
بیتونه
د دې مشاعرې بیتونه
نظـرونه ترې د بدو ستـرګو اخلي
غوړوي پرې سپين غلاف ورته را درومي
راوړي ځان سره ښکلاوې پۀ زر چنده
کړي د حسن اعتکاف ورته را درومي
د راحت اوبۀ پر زړونو باندې پاشي
د غميو غوندې صاف ورته را درومي
نفرتــونه ټــولوي زمـــوږ لۀ کوره
د الفت غمي عفاف ورته را درومي
د کينې او کرکې نوم لۀ زړونو باسي
وړي لۀ منځه اختلاف ورته را درومي
تيارې ولي پـــۀ تېرو غـــــشو برياله!
د بريا ستوري شفاف ورته را درومي